دغيرملکي ائيرلائينز لپاره کارکونکي ټولوپاکستاني پائيلټانو دلائسنسونو تصديق عمل سر ته رسيدلي

دغيرملکي ائيرلائينز لپاره کارکونکي ټولوپاکستاني پائيلټانو دلائسنسونو تصديق عمل سر ته رسيدلي

ايوي ايشن ډويژن وئيلي دي چه دمختلف غيرملکي ائيرلائينز لپاره کارکونکي لګ بهګ ټولوپاکستاني پائيلټانو دلائسنسونو تصديق عمل سر ته رسيدلي،د ايوي ايشن ډويژن ترجمان وينا ده چه سول ايوي ايشن اتهارټي ديوسل شپږ شپيته پاکستاني پائيلټانو د لائسنسونوتصديق کړے دے
دايوي ايشن ډويژن ترجمان عبدالستارکهوکهر يو بيان کښې وئيلي د باقي پاتي لس پائيلټس لپاره د تصديق عمل به راتلونکي هفتې پوري مکمل کړي شي
په دي حواله جاري شوي پريس ريليز ترمخه ترکي ، متحده عرب امارات، عمان ، قطر، کويت ، ملائيشيا، ويتنام ،ايتهوپيا او هانګ کانګ د پاکستاني پائيلټانود مصدقه لائسنسونو ثبوت غوښتلي وو
دايوي ايشن ډويژن ترجمان عبدالستارکهوکهر وينا ده چه مشکوک لائسنسونو لرونکي دوه سوه دوه شپيته کښي اته ويشت لائسنسزد کابينې منظورۍ روستو منسوخ کړي شوي