دفاع وزير خواجه آصف وئيلي دي که چرې خېبر پښتونخوااو پنجاب اسمبلې تحليل شوې نو بيا به دواړو اسمبلو کښې نوې اليکشن کيږي

دفاع وزير خواجه آصف وئيلي دي که چرې خېبر پښتونخوااو پنجاب اسمبلې تحليل شوې نو بيا به دواړو اسمبلو کښې نوې اليکشن کيږي،د پي ټي آئي نيمې نه زيات کسان مونږ سره رابطه کښې دي او وائي چې استعفے ئې منظور نشي، خواجه آصف دا هم وئيلي چې عمران خان اوس خپله آخري حربه استعمال کړېده، ټولې منصوبې ئې ناکامه شوي، دوي دې اول د قامي اسمبلې نه خپلې استعفاګانې منظورې کړي
اسلام آباد کښې ميډيا سره خبرو دوران دفاع وزير خواجه محمد آصف وئيلي چې عمران خان هميشه قانون او آئين د خپل مفاداتو لپاره استعمال کړيدې خواجه آصف اووئيل چې د لانګ مارچ په صورت عمران خان خپله آخري حربه هم استعمال کړې، ټول چالونه او منصوبې ئې ناکامه شويدي، د صوبائي اسمبلو تحليل کولو خبرې نه اول دې دوي اول د قامي اسمبلې نه خپلې استعفاګاني منظورې کړي دفاع وزير اووئيل چې د پنجاب وزيراعلیٰ پرویز الٰهي خپل ټول سياست کښې چرې لوئې رسک نه دې اخستې، پرویز الٰهي هميشه د طاقتور ملګرتيا کړېده د يو پښتنې په جواب کښې خواجه آصف اووئيل چې اوس به مونږ ملک کښې جاري ګرانې ختمولوباندې توجه ورکوؤ،اليکشن پورې به معيشت مضبوطولې شي