دفاټا خاصه دار او ليويز فورس د يوى ورځى تنخواه ډيم فنډ کښې جمع کولو اعلان کړى

0
22
دفاټا خاصه دار او ليويز فورس د يوى ورځى تنخواه ډيم فنډ کښې جمع کولو اعلان کړى

دقبائلى او نيم قبائلى سيمو خاصه دار او ليويز فورس د خپلى يوې ورځى تنخواه ډيم فنډ کښې جمع کولو فيصله کړى
دفاټا او ايف آر د خاصه دار فورس چئيرمين صوبيدار سيد جلال وزير وئيلى دى چې ليويز او خاصه دار فورس په هره سخته کښې دملک دبقا لپاره قربانى ورکړى ،اوس چې وزيراعظم ،آرمى چيف او چيف جسټس د ډيمونو لپاره قام نه مرسته غوښتې نو په دې برخه کښې هم مونږ دچانه روستو نهيو او دخپلى يوى ورځى تنخواه ډيم فنډ کښې جمع کولو اعلان کوو،سيد جلال وزير وائى که څه هم د هغوى مشکلات په خپله هم ډير دى ،ولى د وطن لپاره د جانى او مالى قربانو نه به چرى هم ډډه نه کوو.