دقامي اسمبلۍ هنګامه خيز اجلاس شوي

دقامي اسمبلۍ هنګامه خيز اجلاس شوي

قامي اسمبلۍ کښې هنګامه خيز اجلاس شوي، اجلاس دوران “نو بے بي نو” ګو بے بي ګو” نعرے وهلي شويدي، اپوزيشن اراکنيو د ډائس ګيراؤ کړې وو، وزير مواصلات مراد سعيد اظهار خيال دوران اپوزيشن دحکومت پرضد هم سخته نعره بازي کړي، خو بيا هم مراد سعيد خپل خطاب جاري اوساتلو او ووئيل چي اپوزيشن که څومره هم چغي اووهي خو بيا به هم احتساب د ټولو کيږي، څوک به هم نه معاف کيږي،
د ډپټي سپيکر قاسم سوري په مشرۍ کښې د قامي اسمبلي غونده شوي، غوندي دوران چي کله وزير مواصلات خپل خطاب شروع کړو نو اپوزيشن اراکينو د مراد سعيد خلاف ” نو بے بي نو “،” ګو بے بي ګو” نعره بازي شروع کړه ، دي سره سره ئي د حکومت خلاف هم چغي وهلي ،
مراد سعيد خپل خطاب دوران په اپوزيشن جوابي حمله اوکړه، ووئيل چي که څومره هم هنګامه اوکړۍ خو حکومت به بيا هم د يو يو کرپټ سياستدان احستاب کوي، په چغو وهلو نه شۍ بچ کيدې
مراد سعيد وينا وه چي سند کښې د يو يو اکاونټ نه په اربونو روپۍ راوځي، زرداري او بلاول دي د قوم لوټ کړي پسيه واپس کړي،
وزير مواصلات اووئيل چي تير حکومتونو دوران به امريکي د ډو مور مطالبه کوله ولي اوس عمران خان دامريکي په سترګو کښې سترګي ورکوي او خبري کوي