دقامي مالياتي کميشن نه مشير خزانه عبد الحفيظ شيخ لرې کړې شو

دقامي مالياتي کميشن نه مشير خزانه عبد الحفيظ شيخ لرې کړې شو

دقامي مالياتي کميشن نه مشير خزانه عبد الحفيظ شيخ لرې کړې شو،وفاقي حکومت اسلام آباد هائي کورټ کښې دمالياتي کميشن نوي نوټي فيکشن وړاندې کړې
د قامي مالياتي کميشن خلاف د مسلم ليګ ن په درخواست اسلام آباد هائي کورټ کښې سماعت شوي،سماعت په موقع اټارني جنرل خالد جاويد خان د وفاقي حکومت له اړخه د نيشنل فنانس کميشن نوي نوټيفيکشن وړاندې کړې ، وئيلي دي چي نوي کميشن په نهه ممبرانو مشتمل دې، حکومت مشير خزانه د مالياتي کميشن نه لرې کړو،جاويد جبار خپله د کميشن نه بيل شوي وو
عدالت درخواست ګزار ته وئيلې چې په نوے نوټيفيکشن هم څه اعتراض وې نو نوټيفيکشن چينلنج کيدے شې،عدالت نوے نوټيفيکشن پيش کولو نه پس د ن ليګ رهنما خرم دستګردرخواست فيصله کړو،سماعت پر مهال ن ليګ رهنما محسن شاهنواز نوے نوټيفيکشن خپله کاميابي ګرځولې ده او وئيلې دې چې مونږ حکومت د آئين مطابق کار کولو باندي مجبوره کړو