دقبائيلي ضلعو شپږنوي فيصده معدنيات تر اوسه پورې محفوظ دي

0
16

د خيبر پښتونخوا معدنياتو او قدرتي وسائلو وزير امجد علي خان د جنوبي وزيرستان دوره کړي، وئيلي دي چي دقبائيلي ضلعو شپږنوي فيصده معدنيات تر اوسه پورې محفوظ دي چي په کومو به مقامي اولس ته مکمل واک اختيار ورکولے شي
د جنوبي وزيرستان صدر مقام وانا کښې قبائيلي جرګي ته د وينا په وخت صوبائي وزيرامجد علي خان وئيلي دي چي قبائيلو د ترهګرې خلاف جنګ دوران د سرونو او مالونو قربانۍ ورکړيدي
هغه دا هم وئيلي دي چي وزيراعظم عمران خان خپل زړه کښې د قبائيلي اولس لپاره بے کچه مينه او همدردي لري او صوبائي حکومت ته ئي قبائيلي سيمې د ترقې په لور د بوتلو هدايات جاري کړيدي
صوبائي وزير دا هم وئيلي دي چي قبائيلي ضلعو کښې شپږ نوي فيصده معدنيات محفوظ دي ، چي د کومو په ليز به صرف او صرف د هغي ځائے خلکو ته حق ورکولے شي،امجد علي خان په وانا کښې د ليويز بيرک افتتاح هم کړيده