دمعيشت دبهترۍ لپاره مهمې فيصلې کوؤ ځکه چې شرح نمو کښي کمې او په ګرانۍ کښي اضافه روانه ده

0
27
کوشش کوو د کرنټ اکاونټ خساره راکمه کړو، حفيظ شيخ

خزانې مشير حفيظ شيخ خبري غونډه کښي وئيلي چې دمعيشت دبهترۍ لپاره مهمې فيصلې کوؤ ځکه چې شرح نمو کښي کمې او په ګرانۍ کښي اضافه روانه ده، ولډ بنک او ايشين بنګ به دوونه تر درې اربه روپۍ قرضه راکوي
سندګورنرعمران اسماعيل اودخزانې مشير حفيظ شيخ کراچۍ ګورنر هاؤس کښې خبريالوسره خبري غونډه کړے
خبري غونډه کښې خبريالوته خبروپه وخت خزانې مشير حفيظ شيخ وئيلي
چې تاجرانوسره دبجټ په اړه خبري اترې شوي چې پکښې هغوي سه مهمې مشورے هم راکړي دي
حفيظ شيخ موجوده حالاتوپه اره وئيلي چې دحالاتو دبهترۍ لپاره ګامونه پورته کوؤاو سه مهمې فيصلې هم عملې کړے شوې دي، هغوي وئيلي چې آئي ايم ايف کښې تلل دګرانوفيصلويوکړۍ ده
خزانې مشير وئيلي چې بيرني قرضي اوه نوي اربه ډالره شوي دي، شرح نموپه کمۍ اوپه ګرانۍ کښې اضافه روانه ده، کله چې دانوې حکومت راغلې وؤنو قرضې يوديرشت زره ارب روپۍ وې
مشير وئيلي چې زمونږموجوده دمعيشت مسئلواوارولو لپاره ورلډ بنک او ايشين بنګ به دوؤنه تر درې اربه روپۍ قرضه به راکوي، قومي ترقياتي پروګرام اته سوه ارب روپۍ کولې کيږي
بجلۍ نرخ کښې اضافي په اړه هغوي وئيلي چې ددے اثر به په يوعام کورنۍ نه پېروځې ځکه چې موجوده بجلۍ نرخ کښې اضافه به دريوو سوؤ نه سيوا يونټ باندے لاګوکيږي