خيبر پښتونخوا کې د مفتو اوړو تقسيم دوران د لوټ مار او د رش نه زخمي او پحق رسيدلو اعداد وشمار جاري شوي،دستاويز ترمخه چې د يوې هفتې دوران د سرکاري اوړو په تقسيم دري تنان مړ او څلور ژوبل شويدي،
د ضلعي انتظاميې لخوا جاري شوې دستاويز ترمخه په خيبر پښتونخوا کې په پنځه مقاماتو خلکو د سرکاري اوړو څلور سوو نه زياتې تهيلې لوټ کړي،
دغه رنګ ملاکنډ تحصيل کې اته سوه پنځه ديرش ،ناګمان کې دري سوه شپيته د اوړو تهيلې لوټ کړې شويدي،او ډي ائي خان کې ځائي خلکو پنځه ټرکه لوټ کړي،او اوړه ئې پخپل مينځ کې تقسيم کړي
دې نه علاوه د پيښور هزار خواني کې هم شپږ سوه تهيلي زنانو ښځو لوټ کړي،ضلعي انتظاميه وائي چې د دې خلکو په ضد به قانوني کاروائي کولې شي که چرته په لاس راغلل