دمقبوضه کشمير آزادى تحريک مشرانو د بهارتى حکومت طرف نه د حالات سمولو خواست رد کړې

0
67

دمقبوضه کشمير آزادى تحريک مشرانو د بهارتى حکومت طرف نه د حالات سمولو خواست رد کړې او وئيلى دې چې کشمير کښې دې د ډزو او بےګناه کشميريانو د شهادت لړې ختم کړې شى نو د امن وامان وضع بۀ پخپله په ځائې شى بلخواتير شوې درې ورځو دوران  د بهارتى فورسز کاروايانو کښې دشهيد شوې کشميريانو شميره ديرش ته رسيدلې او درې سوه نه سيوا ژوبل دې 

بهرملکى خبرې ادارى ترمخه مقبوضه کشمير کښې د برهان وانى شهادت خلاف دکشميريانو احتجاج باندې د بهارتى فورسز کاورايانو کښې د شهيد شوې کشميريانو شميره ديرش ته رسيدلې او داحتجاج لړې روانه ده 

دبهارتى فورسز طرف کشميرې مظاهرچيانو باندې ډزو کښې درې سوه نه سيوا کشميريان ژوبل شوې هم دې 

خبرې اداره  وائى چې بهارتى حکومت د مقبوضه کشمير حالات سمولو په غرض دکشمير تحريک آزادى مشرانو ته د تعاون خواست کړيدې 

کشميرې حريت مشرانو دغه خواست ردکړې او غوښتنه ئي کړې چې بهارتى حکومت دې د بے ګناه کشميريانو خلاف کاروايانى بندې کړې نو کشمير کښې به امن وامان پخپله په ځائې شى 

خبرې اداره زياتوې چې د کشمير مختلفو سميو کښې کرفيو لګولې شوې چې لوجې ئي بازارونه بند دې او سميه کښې کشميريانو ته سختې ستونزې رامختې ته دې  بلخوا ميرواعظ عمر فاروق ،سيدعلى ګيلانى او ياسين ملک  خپل يو بيا کښې وئيلې چې  که چرې بهارتى حکومت خپلې کاروايانى پريښودې  نو حالات به ورسره خراب شى   او ددې ذمه وار به بهارتى  حکومت وې