دملک مختلفو برخو کښې د دوه ورځو د باران وروستو موسم صفا شوے

دملک مختلفو برخو کښې د دوه ورځو د باران وروستو موسم صفا شوے

د ملک مختلفو برخو کښې د دوه ورځو راهسې د وريځو او په ځينې ځايونو کښې د باران وروستو موسم صفا شوے،ولې د پنجاب ميداني علاقو او بالائي سند کښې د شپې او سحر په وخت لړه خوره وه، موسمياتو محکمې نن د بالائي پښتونخوا په غرئيزو علاقو، کشمير او ګلګت بلتستان کښې په بعضې علاقو کښې د باران او په غرونو د واورې امکان څرګند کړيدے
موسمياتو محکمې وئيلي دي چې نن د بالائي خېبرپښتونخوا په غريئزو علاقو کښې د نور باران او په غرونو د واورې امکان دے،کشمير او ګلګت بلتستان په ځينې مقاماتو باندې هم د نور باران او په غرونو د واورې امکان څرګند شويدے، دې نه علاوه به د ملک په نورو علاقو کښې موسم وچ او يخ وي، بلخوا د دوؤ ورځو راهسې د ګُوره وريځو او مېده مېده باران وروستو موسم صفا شويدے، د خېبرپښتونخوا، پنجاب په ميداني علاقو او بالائي سند کښې د شپې او سحر په وخت کښې لړه خوره وه د کوم په وجه چې په مختلفو اهم شاهراؤ باندې د ټريفک رواني هم متاثره شوې وه