دميانوازشريف واپسي متعلق د ن ليګ مشاورتي اجلاس شوې

دميانوازشريف واپسي متعلق د ن ليګ مشاورتي اجلاس شوې

پښواني وزيراعظم ميا نواز شريف وطن ته واپسي او استقبال په معامله ن ليګ مشاورتي غونډه لاهور کښي شوي ، نواز شريف درون هرکلي لپاره مرکزي سيکرټيريټ کښې سينټرل فسيلي ټيشن کنټرول سنټر او کميټياني جوړولو فيصله ، مريم نواز وائي چي ميا نواز شريف درون استقبال به پانامه او اقامه ډرامه ساز هميشه لپاره خخ کړي

ن ليګ چيف آرګنائزر مريم نواز او حمزه شهباز په مشري کښي ن ليګي مشاورتي غونډي شوي چي پکښي ميا نواز شريف ويډيو لنک په زريعه شرکت اوکړو ، غونډه کښي رانا ثنا الله ، احسن اقبال ن ليګ قامي و صوبائي اسمبلي غړو نه علاوه تنظيمي واکمنو او کارکنانو په لوئي شميره کښي ګډون اوکړو
غونډه کښې ميا نواز شريف استقبال لپاره جاري تياريانو جاج اخيستو سره انتظاماتو لپاره مشاورت اوکړلي شو ، تنظيمي واکمنو مريم نواز ته ميا نواز شريف استقبال لپاره مختلف تجاويز هم پيش کړل
په دغه موقع مريم نواز ميا نواز شريف ته استقبال تياريانو په اړه بريفنګ هم ورکړو او وے وئيل چي استقبال لپاره مرکزي سيکرټيريټ کښې سينټرل فسيلي ټيشن کنټرول سنټر جوړ کړلي شوي دي ترڅنګ د ملک مختلف سيمو کښي استقبال لپاره کميټياني هم ټاکلي شوي
شرکا ته وينا پر محال مريم نواز اوئيل چي يويشتم اکتوبر په ورځ ميا نواز شريف درون استقبال به پانامه او اقامه ډرامه ساز هميشه لپاره خخ کړي ، يويشتم اکتوبر ورځ د يو کس استقبال په ځائے پاکستان روښانه مستقبل استقبال ورځ ده او کارکنان دي خپل مشر تود هرکلي لپاره تيارياني جاري ساتي
غونډي ته احسن اقبال او رانا ثنا الله هم وينا اوکړه او وے وئيل چي د ملک روښانه مستقبل نواز شريف وطن واپسي سره تړلي شوي ، نواز شريف وطن واپسي مطلب د ملک نه بيروزګاري ، ګراني او معاشي بدحالي خاتمه ده او د هغه وطن واپسي سره به ملک يو ځلي بيا ترقي په لار روان شي