دننګرهار دتېرې ورځې د ځانمرګی برید د شهیدانو شمیر 68 ته ورسیده

0
28
دننګرهار دتېرې ورځې د ځانمرګی برید د شهیدانو شمیر 68 ته ورسیده

د ننګرهار د تېرې ورځې د ځانمرګی برید د شهیدانو شمیر 68 او د ژوبلو 165 ته ورسیده تېره ورځ د دغه ولایت د مومندرۍ ولسوالۍ په ډکې سيمه کې د شینوارو قوم اوسیدونکو د اربکیو د یوه قوماندان د ناروا کړونو پرضد سوله یزه لاریون وکړ چې وروسته په یاد لاریون کې ځانمرګې برید ترسره شو. د دغه لاریوالو ویل چې جلال پاچا او زامنو يې چې سیمه یزه پولیسو کې ځای قوماندان دي ځای خلکو باندې ظلم او زیاتي کوي او دوي ځوروې چې دوي دغه چاره له ولایت نیولي تر ولسمشر ماڼې رسولې خو تراوسه د دغه قوماندان د ظالمانه کړنو مخه نه وه نیول شوي ځکه دوي يي پرضد لاریون وکړ . د دوي پروینا وروسته د لاریون کوونکو په منځ کې ځانمرګي بریدګر ځانته چاودنه ورکړه چې له امله يې سلګونو کسانو ته مرګ ژوبله واوښته . په همدې حال کې د ننګرهار د والي ویاند عطالله خوږیاڼي خیبر نیوز ته وویل چې دوې ته د روغتیايې مرګزونو له لوري د ورکړل شو وروستیو معلوماتو له مخې په یاده پېښه کې 68 کسان شهیدان شوي او 165 تنه نور ژوبل شوي دې ، چې سخت ناروغان د درملنې په موخه پلازمينې کابل ته لیږدول شوي دي د یادونې وړ ده چې تر اوسه د دغه برید پړه کومې وسله والي ډلي په خپله غاړه نه ده اخستي