پیښور هائيکورټ کښې باجوړ کښې راه نجات اپریشن په وخت په مکمله توګه تباه شوی کورونو مالکانو ته معاوضه نه ورکولو خلاف دائر رټ درخواستونو باندي سماعت شوی، صوبائی حکومت خپل جواب جمع کړے چی پکښې موقف خپل کړی شوی، چی د نیب لخوا کارروائی کولو نه پس معاوضه ورکول بند کړی شوی
جسټس سید ارشدعلی او جسټس وقار احمد باندی مشتمل دوه کسیزه بینچ په درخواستونو سماعت کړے، د درخواست ګزارانو وکیل اعجاز مهمند عدالت ته وئیلی چی په کال دوه زره اته کښې راه نجات اپریشن شروع شوی وو، په کال دوه زره نهه کښې د معاوضه ورکول شروع کړی شوي ولي دی دوران ډیر خلک معاوضه ترلاسه کولو نه محرومه پاتی شوي وو
دی دوران عدالت ته ووئیلی شو چی معاوضه ورکولو لپاره سروے شوی، نیب لخوا معاوضو کښې د غبن خلاف ایکشن اخیستی شوي چی له وجي معاوضه ورکول بند کړی شويدي