دهاندلئ کميشن جوړيدو پوري دايوان کاروائي چلول نه پريږدو، شهباز شريف

0
9
دهاندلئ کميشن جوړيدو پوري دايوان کاروائي چلول نه پريږدو، شهباز شريف

د پنجاب پښواني وزيراعلئ او مسلم ليګ ن مشر ميا شهباز شريف وئيلي چي ټول سياسي ګوندونه عام ټاکنو کښي د ټګي او درغلي جړا جاري ولي چي ترڅو دهاندلئ کميشن نه وي جوړ شوي د ايوان کاروائي چلول نه پريږدو ، شهباز شريف اوئيل چي عمران خان د دهاندلي پيداوار دے او د اولس په ووټونو ډاکه وهلي شوي
ماډل ټاون لاهور کښې پښواني وزيراعظم شاهد خان عباسي پښواني وزيرداخله احسن اقبال او مريم اورنګزيب ترڅنګه ميا شهباز شريف اوئيل چي ولسم اګست په نيټه خپلي وينا کښي وزيراعظم د ټګي او درغلي پلټنو لپاره پارليماني کمشين جوړولو اعلان کړے اوو تاهم دري ونيزو پس هم تاحال کميشن ندے جوړ کړلي شوے
شهباز شريف اوئيل چي ترڅو درغلي پلټنو لپاره پارليماني کمشين نوي جوړ کړلي شوے د ايوان کاروائي چلولو ته نه پريږدو ، هغه اوئيل چي ټول سياسي ګوندونه به د ايوان دننه او بهر خپل جدوجهد جاري ساتي
شهباز شريف زياته کړه چي حکومت ړومبے شلو ورځو کښي د ګيس بجلي او کهاد نرخونه اسمان ته رسولي چي ورسره د غريب په جوند تباه کن اثرات پريوتي ، شهباز شريف غوښتنه وکړه چي زر ترزره دي عام ټاکنو کښې ټګي او درغلي پلټنو لپاره پارليماني کميشن جوړ کړلي شي چي پکښي راتلونکي ټاکنو کښې دهاندلي ودرلو لپاره تجاويز هم وړاندي کړلي شي