دهشت ګردۍ خلاف جنګ کښې د ناکامۍ هيڅ آپشن نشته،ضرب عضب آپريشن به روان کال دوران مکمل شى

آرمى چيف جنرل راحيل شريف وئيلى دى چې دهشت ګردۍ خلاف جنګ کښې د ناکامۍ هيڅ  آپشن نشته،ضرب عضب آپريشن به روان کال دوران مکمل شى او که خيرى څښکال به قام د ترهه ګرۍ د لغنت نه هم بے غمه شى،دا ئې هم وئيلى چې په ډرون حملو مذمت خو ډير وړوکى ټکې دے دا معامله به په متعلقه فورم پورته کوؤ

پارليمان شريکه غونډه کښې ګډون نه پس د سپيکر آيازصادق چيمبر کښې ميډيا سره غيررسمى خبرو په وخت آرمى چيف جنرل راحيل شريف وئيلى دى چې شمالى وزيرستان آپريشن خپل آخرى مرحلو کښې دے او هم دې کال دوران دا عمليات پائى ته رسولو عزم شوېدے
د هغه وينا وه چې ضرب عضب مکمل کيدو وروستو به فاټا کښې يو داسې نظام جوړوؤلے شى چې ترمخه به ئې ترهه ګرۍ خلاف جنګ کښې خپلې سيمې پريښودونکى کسان به واپسې کښې هيڅ قسمه مشکلات نه لرى
آرمى چيف ترمخه د شمالى او جنوبى وزيرستان متاثرينو د واپسۍ عمل روان دے او  شپږ پنځوس فيصده بے کوره شوى خاندانونه خپلوسيمو ته واپس تلى دى
امريکنى ډرون حملو په اړه جنرل راحيل شريف اوئيل چې دا د ملک خپلواکۍ او سلامتيا خلاف دى او هيڅ صورت کښې د قبولولو نه دى
هغه دا هم اوئيل چې د ډرون حملو مذمت کول خو يو وړوکى ټکې دے دا معامله به په ټولو متعلقه فورمز پورته کولے شى
امريکى نه ايف سيکسټين الوتکې معاملې په اړه يوې پوښتنې په جواب کښې آرمى چيف اوئيل چې دغه الوتکى ترلاسه کولو لپاره ائيرچيف کوششونه کوى ځکه چې ترهه ګرۍ خلاف جنګ کښې کاميابۍ لپاره ټول وسائل فراهم کول ډير ضرورى وى
په دې موقعه آرمى چيف د خپل ترکى سفر ذکر هم اوکړو او وئې وئيل چې ترکى د ترهه ګرۍ خلاف جنګ کښې د پاکستان د کردار ستائينه کړېده
جنرل راحيل شريف زياته کړه چې پاک چين اقتصادى راهدارۍ منصوبه باندې ښه په تيزۍ سره کار روان دے او دا منصوبه به هرحال کښې سرته رسولے شى