دهند وزيراعظم مودى دچين صدر شي جنګ پنګ سره ليده کاته کړى

د جى ټوئنټى غونډې په سائيډ لائن د هند وزيراعظم نريندر مودى د چين صدر شي جنګ پنګ سره ليده کاته کړى دى چې پکښې دواړو ملکونو په تعلقاتو او مهمو چارو خبرى شوى دى،د روس صدر ولادى ميرپوټن هم خپل هم منصب شي جنګ پنګ سره د سيمې سيکيورټۍ په صورتحال خبرى کړى دى
خبرى ايجنسو ترمخه د هند وزيراعظم نريندر مودى د چين هوانګډو ښار کښې د چين صدر شي جنګ پنګ سره ليده کاته کړى دى
دواړو مشرانو د بيجنګ او نوى دلى ترمينځه اړيکو په پراختيا،مختلف شعبو کښې همکارۍ زياتولو پشمول د سيمې په صورتحال خبرې اترې کړى دى
دې نه علاوه د روس صدر ولادى ميرپوټن هم د چين صدر شي جنګ پنګ سره ملاقات کړېدے چې پکښې د شريکى دلچسپې په معاملو، ترهه ګرۍ خلاف روان جنګ او د سيمى پشمول د نړۍ سيکيورټۍ په صورتحال خبرې اترې شوى دى