دهنزه خلق دبجلۍ او اوبو نشوالي په ضد احتجاج کړې

دهنزه خلق دبجلۍ او اوبو نشوالي په ضد احتجاج کړې

د دنيا بهترين سياحتي مقام هنزه دبجلۍ او اوبو نه محروم ده، د ځائے خلق په سړکونو راوتي او احتجاج ئي کړې، مظاهرينو مطالبه کړي ده حکومت دي په هنزه کښې د بجلۍ او اوبو پشمول نور يو شمير مسائلو حل لپاره دي ګامونه پورته کړي
د ګلګت بلتستان هنزه سيمه کښې بجلۍ لوډشيډنګ او اوبو قلت خاتمي لپاره خلقو احتجاج کړې، او حکومت نه ئي د سنجيده اقداماتو پورته کولو مطالبه کړيده
د مظاهرچيانو وينا وه چي هنزه د دنيا بهترين سياحتي مقام دے او هيشه ئي د پاکستان نوم روښانه کړې ليکن د تير پنځلس کالو راهسي سيمه د بجلۍ نه محروم ده
مظاهرينواووئيل چي د هنزه يو شمير منصوبے هم د تاخير ښکار دي کوم چي د عوام سره سراسر زياتې دے
مظاهرچيانو مطالبه اوکړه چي حکومت دي د بجلۍ ، اوبو او د علاقي نور مسائلو حل لپاره سنجيده ګامونه پورته کړي او د اوولس ژوند دي اسان کړي