دوحه کښې د امريکې او طالبانو وفود ترمينځه دوه ورځنى مذاکرات سرته رسيدلى

دوحه کښې د امريکي او طالبانو وفود ترمنځه دوه ورځني مذاکرات سرته رسيدلي ، د افغانستان وزارت خارجه وئيلي دي چي امريکي سره مذاکرات ګټه ور وو، دي دوران سياسي موضوعاتو باندي تفصلي خبري شوي، اسلامي امارات دوحه لوظ نامي په مکمله توګه عملي کول د ټولو مسلو حل غوره لار ښودلے ، طالبانو وئيلي دي سويلين امداد دي سياسي معاملات سره تړل نه دي پکار ، بلخوا امريکي مذاکرات دوران د افغانستان اثاثو نه بنديز ختمولو نه انکار کړيدے

د قطر سرښار دوحه کښې د امريکي او طالبانو وفود ترمنځه دوه ورځني مذاکرات سر ته رسيدلي، د مذاکراتو ورستو افغانستان اسلامي امارات لخوا اعلاميه جاري شوي، اعلاميه کښې وئيلي شويدي چي د امريکي او طالبانو ترمځه مذاکرات ګټه ور وو، دي دوران مختلف سياسي موضوعاتو باندي تفصيلي خبري اتري شويدي، مذاکراتي غونډے دوران طالب مشرانو وينا وه چي د افغانستان مسلے ختمولو لپاره غوره لار په دوحه لوظ نامے مکمل عمل درامد کول دي امريکي د افغانستان سره سويلين مرستے کولو اعلان کړے، طالبانو د امريکي دغه اعلان هرکلے کړے او وئيلي دي چي سويلين امداد د سياسي معاملات سره تړل نه دي پکار، مذاکرات دوران طالبانو دافغانستان اثاثو نه بنديز ختمولو مطالبه کړي، ولي امريکي د افغانستان اثاثو نه بنديز ختمولو نه انکار کړيدے، د ترهه ګرۍ خلاف کارروائي متعلق د سهيل شاهين وينا وه چي مونږ ته د داعش خلاف کارروائي لپاره د امريکي د مرستے ضرورت نيشته، مونږ پخپله دا معامله حل کولے شو