دوزيراعظم عمران خان او نريندرمودي ترمينځ مختصر ليده کاته شوي

وزير خارجه شاه محمود قريشي وئيلي دي چې د وزيراعظم عمران خان او نريندرمودي ترمينځ سربراهي اجلاس کښې مختصر ليده کاته شويدي چې پکښې د هندوستان اليکشن متعلق خبرې اترې شويدي
دا خبرې وزير خارجه شاه محمود قريشي بشکک کښې ميډيا سره د خبرو اترو پرمهال کړيدي
د وزير خارجه شاه محمود قريشي وينا وه چې سربراهي اجلاس کښې د وزيراعظم عمران خان او د هغه بهارتي هم منصب نريندر مودي سره مختصر ملاقات شويدے
خارجه وزير وائي چې دغه مختصر ملاقات کښې دوانړو مشرانتو ترمينځ د هندوستان اليکشن متعلق خبرې اترې شويدي
وزير خارجه دا هم وئيلي دي چې دې نه علاوه د روس صدر مير ولادي پوټن سره هم د وزيراعظم عمران خان ملاقات شويدے چې پکښې د کشمير مسئلې پشمول مختلف اهم معاملو باندې خبرې اترې شويدي