دوزيراعلي محمود خان په مشرۍ کښې د پښتونخوا هائي ويز کونسل غونډه شوي

0
35
وزيراعلى محمود خان

د خيبرپښتونخوا وزيراعلي محمود خان په مشرۍ کښې د پښتونخوا هائي ويز کونسل غونډه شوي ، غونډه کښې نور شپږ روډونه صوبې ته د سپارلو او د هغې د نومونو منظوري ورکړې شويده
وزير اعلي سيکرټريټ کښي د وزير اعلي محمود خان په مشرئ کښي دهائ ويز په حقله يوه غونډه اوشوه په کوم کښي چي صوبائي وزيرانو او سيکرټريانو هم ګډون اوکړو
غونډے ته اووئيلے شو چي دا وخت صوبائي حکومت دڅلور ديرش هائي ويز نګراني کوي د کوم مجموعي اوګدوالے چي دوه زره اووه سوه نوي کلوميټره دے، غونډه کښي د کونسل په سفارشاتو نور شپږ روډز چکياتن شيرينګل پاتراک روډ،مټه فاضل بانډه روډ، عمرزئي تنګي روډ، هري پور بائي پاس روډ ، کرک ريحانه منګ روډ او امبيري کلي نه تر عباس بانډه روډ پراونشنلائزيشن کولو او دے ته دنومونو ورکولو منظوري ورکړه،
غونډه کښي دکونسل کليزه ترقياتي پروګرام کال دوه زره اتلس ، نورلس مجوزه مينټنينس پلان کال دوه زره اتلس ،نورلس او د کونسل بجټ مالي کال دوه زره اتلس نورلس منظوري ورکړے شوه