دوفاقي حکومت ناقصه پاليسۍ به ډېر زر د مسلم ليګ ن حکومت ختم کړي

0
34
د مېانوازشرېف حکومت کال دوه زره اتلسم پورې د تلو نه دې ، عمران خان يو وارې بېا اوور په خلا ډېره مراد جمالي کښې جذباتي وېنا کړېده ، وائي چې د وفاقي حکومت ناقصه پاليسۍ به ډېر زر د مسلم ليګ ن حکومت ختم کړي
د بلوچستان ډېره مراد جمالي کښې اوولسي جلسې ته وېنا کښې د تحريک انصاف چئيرمين عمران خان يو وارې بېا د وفاقي او پنجاب حکومت په پالېسو سختې نېوکې کړي او وئيلي دي چې دغه دواړه حکومتونو ملک د غېر ملکي مالياتي ادارو خېرات ته کينولې دې او د خپلو ګټو لپاره ترې غټې غټې قرضې اخلي
عمران خان دا هم اوئېل چې د پنجاب اورنج لائن ټرېن لپاره د دوه سوه اربو روپو قرضه اخستې شوې خو د بلوچستان خلک د ژوند بنيادي آسانتيګانو نه محرومه دي کوم چې په يو حال د زغملو وړ نه دے
عمران خان د پاکستان سټېل مل او قامي ائېرلائن په حالاتو هم وېنا کړې او وئيلي دي چې سعودي عرب کښې د ميا نوازشرېف او شهباز شرېف سټېل مل ګټه کښې روان دې خو دغه دواړه رونړو سره د ملکي سټيل مل هيڅ غم نشته او د پاکستان سټېل مل مزدورانو ته د پنځو مېاشتو نه تنخواګانې هم نه دې ورکړې شوې او دا چې د قامي ائېر لائن په پرامنه احتجاج کونکي د وفاقي حکومت په غږ ډزې کول د ښکاره بدمعاشۍ مثال دې
د بلوچستان حقونو باندې ډاکې په اړه عمران خان اوئېل چې ګېس د بلوچستان د زمکې نه اووځي خو د تېرو وختونو د حکومتونو بے حسي دا ده چې د ملک ګوټ ګوټ ته ئې ګېس اورسو خو دې صوبې له ئې د ټولو آخيره کښې ګيس ورکړو او اوس هم د بلوچستان زياتره سيمو کښې د ګېس پشان آسانتيا نشته
پر دې موقع عمران خان د بلوچستان او ټول ملک په ځوانانو غږ اوکړو چې د خپلو حقونو لپاره دې يو موټي شي ګني اوسني حکمران به ئې تل خپل غلامان ساتي او دا چې راتلونکي ټاکنې که کله وي تحريک انصاف له دې ووټ ورکړي ځکه چې د هغوي ګوند به په هر فورم د اوولس ګټې خپله وړومبۍ پاملرنه ساتي
د پېټرولو په نرخ کښې دوفاقي حکومت لخوا اوسنئ کمي عمران خان د اوښخ په خلا کښې زېره اوبلله او وے وئيل چې نړېوال مارکېټ کښې د تېلو نرخ د آسمان نه زمکې ته راغلو خو وفاقي حکومت اوس هم د ګرانۍ بم هره ورځ په عام اوولس غورځوي او هغوي ژوند ئې عذاب کړېدې