دوه سوه بے درکه کسان خپلو کورنو ته واپس راغلي دي : مير ضيا لانګو

د بلوچستان وزير داخله مير ضيا لانګو وئيلي چي روان کال جنوري نه تر اوس مهاله پوري دوه سوه بے درکه کسان خپلو کورنو ته واپس راغلي دي
د بلوچستان وزير داخله مير ضيا لانګو خپل يو بيان کښې وئيلي چي دبے درکه کسانو شميره په زرګونو نه بلکه په سلګونو دی او کوم کسان چي کورنو ته واپس راغلې د هغې شمېره هم حکومت سره موجود ده
د بلوچستان وزير داخله دا هم وئيلي چي په صوبه کښي د حکومت ميلاويدو وروستو ئي د بے درکه کسانو بازيابي اولنې ترجيح ده
بلخوا بلوچستان کښې د بے درکه کسانو تنظيم چيئر مين نصرالله بلوچ وئيلي چي صوبائي حکومت ته د درے سوه پينځه شپېته بےلاپته کسانو فهرست ورکړې شویدی چي په هغه کښي يو سل درے کسان خپلو کورنو ته واپس راغلې دي