دوه سوه پنځوس بے درکه کسانو کښې د سلو نه زيات کسان خپلو کورو ته واپس راغلي

بلوچستان وزيرداخله مير ضيا لانګو وئيلي دي چي دوه سوه پنځوس بے درکه کسانو کښې د سلو نه زيات کسان خپلو کورو ته واپس راغلي،د لاپته کسانو تنظيم هم د ځيني بے درکه کسانو واپسې تصديق کړيدې
د بلوچستان وزيرداخله ضيا لانګو خپل يو بيان کښې وئيلي دي چي په دوه مرحلو کښې د دوه سوه پينځوس بے درکه کسانو فهرست حکومت ته ورکړې شوي وو چي پکښې تر دې دمه د سلو نه زيات کسان واپس خپلو کورونو ته رسيدلي دي
د بلوچستان وزير داخله دا هم وئيلي چي د لاپته کسانو تنظيم هم د سلو نه زيات بے درکه کسانو واپسې تصديق کړې
بلخوا د بے درکه کسانو د تنظيم غړو وئيلي دي چي د صوبائي وزير داخله دغه اقدام د ستائني وړ دې او اميد ئي څرګند کړې چي نور بے درکه کسان به هم خوشي کړې