دوه نيم ارب روپۍ ګيس بلونو کښې اضافي چارج کړې شوي پيسي عوام ته واپس کولې شي

0
42
وزيراعظم عمران خان په مشرې کښې د وفاقي کابينې غونډه نن کيږي

وزيراعظم عمران خان په مشرۍ کښې د وفاقي کابينې اجلاس شويدے ، اجلاس کښې ملکي ، سياسي او معاشي صورتحال سره ديرش پوائنټ ايجنډه باندې غور شويدے او په غونډه کښې نيوزي لينډ کښې شوي ترهه ګرۍ پيښه کښې شهيد شوي تنانو لپاره ئې فاتحه خواني کړيده ، دکابينې اجلاس وروستو وزير اطلاعات فواد چوهدري نيوز بريفنګ هم ورکړے ، وائي چې دوه نيم ارب روپۍ ګيس بلونو کښې اضافي چارج کړې شوي پيسي عوام ته واپس کولې شي
د وزيراعظم عمران خان په مشرۍ کښې تر سره شوي وفاقي کابينې غونډې متعلق وزير اطلاعات فواد چوهدري ميډيا ته بريفنګ په وخت اووئيل چې غونډه کښې مهم فيصلې شويدي چې پکښې د ګيس بلونو متعلق انکوائرۍ رپورټ نه پس دوه نيم ارب روپۍ اضافي ګيس محکمې عوام باندې راوستي وې کومې به چې په فوري توګه اولس ته واپس کولې شي
فواد چوهدري اووئيل چې کابينې غونډه کښې جهانګير ترين هم شرکت کړې وو چې هغه زراعت متعلق کابينې ته بريفنګ ورکړے، د بريفنګ نه پس فيصله کړې شوي چې زراعت محکمې ته به وده ورکولې شي
فواد چوهدري مخکښې وئيلي دي چې نجي ائير لائنز ، چارټرز لائنسنسز منظوري ورکړې شويده او دې سره دا فيصله هم کړې شوي چې د محکمو اعلي چاراکو تعيناتۍ لپاره به خصوصې ټاسک فورس منظورۍ نه پس تعينات کولې شي
فواد چوهدري دا هم اووئيل چې کابينې کښې فيصله شوي چې څومره هم سرکاري زمکه وزارتونو سره بے کاره پرته ده هغه به ټوله خرسولې شي او دې لپاره هم خصوصي ټيم ټاکلې شويدے
وزير اطلا عات زياته کړې چې وزارتونو او سينئير حکامو انټرټينمنټ اينډ ګفټ بجټ خمتولو منظوري ورکړې شويده
فواد چوهدري مخکښې زياته کړې چې وفاقي کابينې د نيشنل انفارميشن ټيکنالوجي بورډ تشکيل نو منظورۍ سره بين الاصوبائي رابطه او اطلاعات وزارتونو کښې يوتهه ډويلپمنټ معاهدے منظوري ورکړيده
وفاقي کابينې کلين اينډ ګرين پاکستان مطابق مواصلات ، سټريټجي جوړولو منظوري هم ورکړيده