دووټ صحيح استعمال سره معاشرے کښي تبديلي راځي،ګورنر

0
20
دووټ صحيح استعمال سره معاشرے کښي تبديلي راځي،ګورنر

دووټرانو قامي ورځ خيبر پښتونخوا کښي هم نمانځلي شوي، ګورنر شاه فرمان وئيلي چي نن ورځ داهميت حامله ده ځکه چي د ووټ صحيح استعمال سره په معاشرے کښي تبديلي راځي
پيښور ګورنر هاوس کښي ووټرز قامي روځي مناسبت سره دستوره اوشوه چي پکښي ګورنر خيبر پښتونخوا او اليکشن کميشن اعلي چارواکو ګډون اوکړو
دستورے ته وينا په مهال ګورنر خيبر پښتونخوا شاه فرمان اوئيل چي ووټ ذمه داري سره ورکول پکاردي ځکه چي دا يو مهمه فريضه ده
صوبائي اليکشن کمشنر پير مقبول په دي موقع خپلو خبرو دوران اوئييل چي سول سوسائيټي او ميډيا دے اليکشن کميشن سره ووټ اهميت او په دي کښي موجودے مسئلو هوارولو کښي مرسته اوکړي دي نه علاوه د اليکشن کميشن ممبر جسټس ريټائرډ ارشاد قيصر وينا وه چي خيبرپښتونخوا کښي موجوده وخت زنانه او مردانه ووټونو تر مخه شپږيشت لکهه ووټرز فرق دے دي مقصد دپاره اليکشن کميشن خصوصي مهم روان دے
هغوي زياته کړه چي اليکشن کميشن ايکټ دوه زره اوولس لاندي دوه زره اتلس انتخاباتودوران معذور تنانو ته د پوسټل بيلټ سهولت ورکړے شوے وو او دا چي ټول سټيک هولډرز دے ووټ اچول يقيني کولو کښي تعاون اوکړي