دوژلي شوي ترهه ګر ويډيو وائرل کیدو نه پس ایس ایچ او متنې معطل کړي شوې

د خيبر پښتونخوا پوليس کې په لويه پيمانه تعيناتۍ او تبادلي شوي

د پیښور پولیسو مشر سي سي پي او سيد اشفاق انور د متنو تانړې ایس ایچ او عمران الدین خلاف د ويډيو وائرل کیدو نه پس سخت نوټس اخستې،او د انکوايرې احکامات جاری کولو سره ایس ایچ او متنې معطل کړي دي
تفصيلاتو ترمخه د پيښور د متني پوليس سټيشن په حدودو کښې د ايس ايچ او عمران الدين او ملزم اياز ترمينځ ډزې شوي وې ،په جوابي ډزو کښي د آصف په نوم يو تن وژلے شوي او د هغه څلور ملګري نيولي شوي دي،
د پيښې نه پس د وژل شوي کس ویډیو په سوشل ميډيا خپره شوې وه،د ويډيو وائرل کيدو نه وروستو سی سی پی او پیښور سخت نوټس اخستې او ایس ایچ او عمران الدین خلاف ئي د تحقیقاتو حکم ورکړی دی،
د پيښور متنو ايس ایچ او عمران الدين دې نه وړاندې د عامر تهکالي په کيس کې معطل کړے شوے دے