ديامربهاشا ډيم متاثرينو ګلګت کښې د چيف جسټس مياثاقب نثار سره ملاقات کړې

0
23
چيف جسټس

ديامربهاشا ډيم متاثرينو ګلګت کښې د چيف جسټس مياثاقب نثار سره ملاقات کړې او ګيله ئې کړى چې د ډيم تعميرلپاره حکومت د دوى زمکې واخستې ولې تر دې دمه ورته پيسې نه دې ملاؤ شوى بلخوا چيف جسټس سکردوائيرپورټ باندې د مسافرو د پريشانو ازخودنوټس اخستې دے
چيف جسټس مياثاقب نثار سره ګلګت کښې د ديامربهاشا ډيم متاثرينو ملاقات کړېدے
دې متاثره کسانو چيف جسټس له درخواست ورکړې چې پکښې وئيلى شوى دى چې د ډيم جوړولو لپاره حکومت د دوى زمکې واخستې ولې اوسه پورې ورته رقم نه دې ادا کړې شوے
چيف جسټس مياثاقب نثار متاثرينو له باور ورکړې چې د دوى مسائل به د قانون مطابق حل کولو هرممکن کوشش کوى
چيف جسټس د نلتر،هنزه او عطاء آباد جهيل پشمول د ګلګت بلتستان د نورو علاقو دوره هم کړې او مقامى خلقو ورته د خپلو مشکلاتو او مسائلو په حواله درخواستونه ورکړى دى
بلخوا چيف جسټس سکردو ائيرپورټ باندې مسافرو ته راپيښ د مشکلاتو ازخود نوټس اخستې دے
جسټس ثاقب نثار سول ايوى اېشن اتهارټۍ،ايم ډى پى آئى اے او نور متعلقه چارواکو نه اته څلويښت ګهنټو کښې رپورټ غوښتې دے