ديامر:سکولونو سوزولو پيښي نه پس سيمه کښي حالات خراب دي

0
8
ديامر:سکولونو سوزولو پيښي نه پس سيمه کښي حالات خراب دي

ديامر کښي سکولونو سوزولو او ټارګټيډ آپريشن نه پس حالات وس هم خراب دي،ډي آئي جي ديامر مطابق ټارګټيډ آپريشن د څه وخت لپاره ځندولي شوے دي،د سيکيورټي خدشاتو له وجي راماپولو فيسټول هم ملتوي کړے شو ے دے
ډي آئي جي ديامر ګوهر نفيس خبريالانو ته وئيلي دي چي چلاس کښي د سکولونو سوزولو په تور دوه ديرش شمکن کسان نيولے شوے دي،تيره ورځ تانګير سيمه کښي د سرچ آپريشن دوران د پوليس او وسله والو ترمينځه د ډزو بدلون شوے وو چي په کښي يو ترهګر وژلے شوے وو،ډزو کښي يو پوليس اهلکار شهيد او دوه ژوبل شوے هم وو،د وژلے شوي وسله وال د کور نه خودکش جيکټي،لاسي بمونه او نوره درنه وسله هم برآمد شوے وه
ډي آئي جي ديامر مطابق سيمه کښي روان ټارګټيډ آپريشن د څه وخت لپاره ځندولے شوے دے او نوے تګ لاره جوړولو ورستو به آپريشن دوباره شروع کولے شي،هغه اووئيل چي ترهګر منطقي انجام ته رسولو پورے به آپريشن جاري وي
مقامي ذرائعو مطابق سيمه کښي حالات خرابيدو نه پس د مقامي انتظاميے او جرګے غونډه شوے ده،د جرګے په خواست آپريشن څه وخت لپاره ملتوي کړے شوے دے،انتظاميے جرګے ته د مطلوب ترهګرو فهرست سپارلے دے
ديامر کښي حالات خرابيدو نه پس ضلعي انتظاميے راما فيسټول هم د نامعلومه وخته پورے ملتوي کړے شوے دے
تيره ورځ داريل کښي ترهګرو د سيشن جج په ګاډي هم ډزي کړے وے خو پيښه کښي سيشن جج بچ شوے وو
ياده دے وي چي څو ورځي وړاندے د ديامر مختلفو علاقو کښي وسله والو د جينکو دولس پورے سکولونه سوزولے وو او دغے پيښے نه پس سيمه کښي حالات خراب شوے دي