دير کښې د پاک فوج ځوانانو باندې د پولې بل اړخ نه د ترهګرو ډزو کښې درې اهلکار شهيدان شوي

دير کښې د پاک فوج ځوانانو باندې د پولې بل اړخ نه د ترهګرو ډزو کښې درې اهلکار شهيدان شوي

دير کښې په سرحد باړ لګولو کښې بوښت د پاک فوج ځوانانو باندې د پولې بل اړخ نه ترهګرو ډزې کړي چې پکښې درې سيکيورټي اهلکار پحق رسيدلي او يو ژوبل شويدې
د پاک فوج اطلاعاتو شعبې آئي ايس پي آر طرف نه جاري شوې بيان کښې وئيلې شوي چې دير کښې پاک افغان بارډر باندې د پولې بل اړخ نه ترهګرو د پاک فوج په ځوانانو ناترڅه ډزې کړيدي
آئي ايس پي آر وائي چې ډزې هغه مهال شوي چې کله د پاک فوج ځوانان پوله باندې شپول لګولو کښې مصروف وو
آئي ايس پي آر مطابق د ترهګرو ډزو کښې د پاک فوج درې ځوانان شهيدان شوي او يو ژوبل شويدې
شهيد شوې ځوانانو کښې ضلع خيبر سره تعلق لرونکې لانس نائيک سيد آمين آفريدي،مانسهره سره تعلق لرونکې لانس نائيک محمد شعيب اود نوښار اوسيدونکې سپاهي کاشف علي شامل دي
د ترهګرو ډزو کښې يو سيکيورټي اهلکار ژوبل شوې هم دې څوک چې هسپتال ته منتقل کړې شويدې
بلخواآئي ايس پي آر خپل يو بل بيان کښې وئيلي چې شمالي وزيرستان کښې يوې نښتې دوران د پاک فوج يو اهلکار شهيد شوې او جوابي کاروائې کښې دوه حمله کونکي وژلې شويدې