ديښور هائيکورټ د افغان مارکيټ په اړه د پنجاب ريونيو بورډ ته نوټس جاري کړيدے

0
11

دپيښور هائيکورټ دوه کسيزه بنچ د افغان مارکيټ په اړه د پنجاب ريونيو بورډ ته نوټس جاري کړيدے بلخوا د خيبر پښتونخواسيټلمنټ سينټر او د افغان مارکيټ دوکاندارانو د ريونيو بورډ له اړخه تفصيلي رپورټ عدالت ته وړاندي کړيدے
دپيښور هائيکورټ دوه کسيزه بنچ چيف جسټس وقار احمد سيټه او جسټس عبدالشکور د جناح پارک سره نزدي دافغان مارکيټ د کيس سماعت کړيدے
په دي موقع عدالت ته د افغان مارکيټ دوکاندارانو وکيل اوئيل چي دا مارکيټ دافغانستان ملکيت دے او په دي مارکيټ کشمير سره تعلق لرونکي يو تن د ملکيت دعوه کړي کومه چي غير قانوني ده
په دي موقع عدالت د پنجاب ريونيو ته نوټس جاري کړيدے او د هغوي نه ئي تحريري جواب تر راروان سماعت غوښتے دے
په دي موقع د پښتونخوا سيټلمنټ سينټر او ريونيو بورډ خيبر پښتونخوا تفصيلي رپورټ عدالت ته وړاندي کړيدے