دپاکستان،افغانستان او چين ترمينځه سه فريقي مذاکرات نن کابل کښې کيږي

0
76
دپاکستان،افغانستان او چين ترمينځه سه فريقي مذاکرات نن کابل کښې کيږي

د پاکستان،افغانستان او چين ترمينځه سه فريقي مذاکرات نن کابل کښې کيږي،مذاکراتو مقصد افغان مفاهمتي عمل لپاره شريک تګ لاره ټاکل دي، دې مهم مذاکراتو کښې د پاکستان د وفد مشري خارجه وزير شاه محمود قريشي کوي
کابل کښې د صدارتي محل لخوا جاري شوي بيان کښې وئيلي شوېدي چې د افغانستان،پاکستان او چين د خارجه وزيرانو په سطح سه فريقي مذاکرات نن کابل کښې شورو کيږي
بيان ترمخه د مذاکراتو مقصد افغان مفاهمتي عمل ته وده ورکول دي
بيان کښې زياته کړې شوېده چې افغان اولسمشر ډاکټر اشرف غني به دې سه فريقي مذاکراتي غونډې ته وينا هم کوي
مذاکراتو کښې د پاکستان د وفد نمائندګي خارجه وزير شاه محمود قريشي کوي
کابل ته روانيدو نه مخکښې سرکاري خبري ادارو سره مرکې په وخت خارجه وزير شاه محمود قريشي د افغانستان مفاهمتي عمل لپاره د چين د کوششونو هرکلې کړېدے
د هغه وينا وه چې پاکستان پرامن او مستحکم افغانستان ليدل غواړي
د کابل دورې په مهال به شاه محمود قريشي د افغانستان دولتي چارواکو سره ملاقاتونه هم کوي او ورسره به دوه اړخيزه اړيکو په پراختيا خبرې کوي