دپاکستان او آسټريليا کرکټ ټيمونو ترمينځ دريم ټي ټونټي ميچ صباله لوبيږي

دپاکستان او آسټريليا کرکټ ټيمونو ترمينځ دريم ټي ټونټي ميچ صباله لوبيږي

د پاکستان او آسټريليا کرکټ ټيمونو ترمينځ دريم ټي ټونټي ميچ صباله پرتهه کښې لوبيږي ، ميچ به د پاکستاني وخت مطابق يوه نيمه بجه شروع کيږي د کومې لپاره چې دوانړو ټيمونو خپلې تياريانې مکمل کړيدي
د پاکستان او آسټريليا کرکټ ټيمونو ترمينځ به سيريز آخري او فيصله کن ميچ صباله د پرتهه په ميدان يو بل ته مخامخ کيږي کوم به چې د پاکستاني وخت مطابق ورځې يوه نيمه بجه شروع کيږي
د قامي ټيم کپتان بابراعظم وائي چې د سيريز دريم ميچ کښې به کاميابۍ لپاره بهرپور کوشش کولې شي او اميد دې چې سيريز به برابر پاتې شي
دې سره سم د آسټريليا ټيم کپتان ايرون فيچن هم عزم څرګند کړې چې صبا لوبيدونکې ميچ به په خپل نوم کوي او د سريز ګټلو به بهرپور کوشش کولې شي
بلخوا ذرائع دعوي کړې چې قامي ټيم کښې به فخرمان پرځائے امام الحق او د آصف علي پرځائے به خوشدل شاه ته موقع ورکولې شي
څرګنده دې وي چې درې ميچونو سيريز کښې کوربه آسټريليا ته د پاکستان خلاف يو صفر سره برتري ترلاسه ده