دپاکستان او ترکي ترمئينځه تجارت ته وده ورکول د وخت اهم ضرورت دې

0
26

وزيراعظم عمران خان وئيلي دي چي دپاکستان او ترکي ترمئينځه تجارت ته وده ورکول د وخت اهم ضرورت دې، مونږ به پاکستان کښي غير ملکي سرمايه کارو لپاره کاروبار کول آسان جوړوو
دا خبره وزيراعظم عمران خان انقره کښي د دترکي يونين آف چيمبرز اينډکاموډټي لخوا منعقد شوي تقريب ته د وينا په وخت کړي، پروګرام کښي د ترکي معروف سرمايه کارواوکاروباري شخصياتو ګډون کړې وو
په دي موقع خپل خطاب کښي وزيراعظم عمران خان اوئيل چه سي پيک سره به پاکستان کښي زبردست تجارتي سرګرمياني شروع شي او دا چه مونږ به دچين په مرسته اقتصادي زون قائموو
عمران خان اوئيل چه موجوده حکومت ملک کښي ګورننس ته خصوصي پاملرنه ورکوي او پاکستان کښي به سرمايه کارو ته ټول سهوليات فراهم کولي شي
د وزيراعظم وينا وه چه پاکستان کښي د سياحت په شعبه کښي بے پناه مواقع موجود دي او مونږ ملک کښي د سياحت فروغ ته خصوصي توجه ورکوؤ
وزيراعظم عمران خان اوئيل چه دپاکستان او ترکي ترمئينځه تجارت ته وده ورکول د وخت اهم ضرورت دې او ددتيل او ګيس په شعبو کښي مواقع لټول ضروري دي