دپاکستان او نيوزي لينډ ترمينځ دويم ټيسټ ميچ هم سنسني خيز مقابلې نه پس ډرا شويدې

دپاکستان او نيوزي لينډ ترمينځ دويم ټيسټ ميچ هم سنسني خيز مقابلې نه پس ډرا شويدې،د ميچ په آخري ورځ پاکستان ته ګټې لپاره درې سوه نورلس رنز پکار وو، قامي ټيم د ميچ آخري وخت پورې نهه وکټو په زيان درې سوه څلوررنزجوړکړې وو، دواړو ټيمونو ترمينځ د دوه ټيسټ ميچونوسيريز هم ډرا شويدې،قامي ټيم د شکست نه بچ کيدو کښې د سرفراز احمد سنچرۍ لوئې کردار ادا کړېدې،شانداربيټنګ باندې سرفراز احمدد ميچ او سيريز بهترين لوبغاړې ګرځولې شويدې
کراچۍ کښې شوې ددوئم ټيسټ ميچ آخري ورځ سنسني خيز شکل خپل کړې وو،پاکستان ته ميچ ګټې لپاره د درې سوه نورلس رنز ضرورت وو او د قامي اته وکټې پاتې وې په څلوررمه ورځ د مقرره هدف په تعاقب کښې د قامي ټيم آخري سيشن کښې بغير رن جوړولو دوه لوبغاړې آؤت شوي وو،په پنځمه ورځ وکټ کيپر بيټر سرفراز احمد شاندار يو سل اتلس رنز باندې آؤټ شوې وو شان مسعود پنځه ديرش، سعود شکيل دوه ديرش، آغا سلمان ديرش، بابراعظم اووه ويشت، نسيم شاه پنځلس، امام الحق دولس ،ابراراحمد اووه او حسن علي په پنځه رنز آؤت شوي وو د پنځمې ورځې لوبۀ خرابې رڼا لوجې د وخت نه وړاندې ختم شوې ، لوبه ختميدو پورې پاکستان نهه وکټو په زيان درې سوه څلور رنز جوړ کړې وو،ميچ ګټې لپاره ورته صرف پنځلس رنز پاتې وو چې لوبه ختم شوه دواړو ټيمونو ترمينځ دوئم ټيسټ ميچ هم ډرا شوې چې ورسره د دوه ټيسټ ميچونو سيريز هم ډرا پاتې شويدې شاندار بيټنګ باندې سرفراز احمد د ميچ او سيريز بهترين لوبغاړي ګرځولې شويدې