دپاکستان معيشت ديوليه کيدلو ته نزدې شوې ،فنانشل ټائمز

انټر بينک کښي ډالر قيمت

امريکائي اخبار فنانشل ټائمز ووئيلي دي چې دپاکستان معيشت ديوليه کيدلو ته نزدې شوې ، رپورټ کښې دعوا شوې دا وخت پاکستان د زرمبادله د سخت کمي سره مخ ده او د کاروبار جاري ساتل مشکل شوي دي

د فنانش ټائمز رپورټ ترمخه پاکستان کښي د زرمبادله ذخائر کم شويدي او درويشتمې جنورۍ باندې په ټول ملک کښې شوي د بجلۍ بريک ډاؤن لوجې معاشي ستونزې نورې هم سيوا شويدي۔
رپورټ کښې دعوا شوې ده چې د زرمبادله ذخائرو کمي لوجې د پاکستان معشيت د ديواليه کيدو خطره ده،دا وخت پاکستان د زرمبادله له سختې کمي سره مخ ده او د کاروبار جاري ساتل مشکل شوي دي
دا خبر تر مخه ملک کښي زرمبادله ذخائر له پنځه بلينو ډالرو څخه کم پاتې دي کو چې د پاکستان يوې مياشتې امپورټ نه هم کم دي۔
رپورټ مخکښې وائي چې د شهباز شريف حکومت او آئي ايم ايف ترمينځ په اوو بلين ډالرز امدادي پيکج باندې تر سره کيدونکي مذاکرات د ځند ښکار شويدي،دا پيکج تير کال ايسار کړې شوې و
څيړنکارانو ترمخه پاکستان کښي معاشي صورتحال کړکيچن دې او د پاکستان حالات هم د سري لنګا په شان کيدو انديښنه ده