دپاکستان نوموړې فلمسازې شرمين عبېد آسکر ايوارډ ګټلې دې

0
109
د پاکستان نوموړې فلمسازې شرمين عبېد چنائۍ آسکر ايوارډ  ګټلې دې ، هغې دا ايوارډ په فلم اے ګرل آن دي ريور دلارې پخپل نوم کړېدې
د آسکر ايوارډ دستوره د امرېکې لاس اينجلس ښار کښې شوې چې پکښې د پاکستان فلمسازې شرمين عبيد چنائۍ فلم مقابله څلور نورو فلمونو سره وه 
شرمين عبيد چنائۍ د غېرت په نوم قتلونو پرضد فلم اے ګرل آن دي ريور جوړ کړې وو کوم چې د آسکر نامزدګي ترلاسه کړې وه او نن دا ايوارډ ګټلو کښې بريالې شوېدې
د ايوارډ ګټلو نه پس د فلمسازې شرمين عبيد چنائۍ وېنا ده چې په آسکر ايوارډ ګټلو ډېره خوشاله ده او دا چې اے ګرل آن دي ريور فلم ته د آسکر ايوارډ نامزدګي ترلاسه کيدو نه پس د غېرت په نوم قتلونو خلاف په لويې کچ پوهه بيداره شوېده او طمعه ده چې دا ايوارډ ګټلو نه پس به د دې لعنت پرضد حکومتونه هم کوټلي ګامونه له مخکښې راځي
څرګنده دي وي چې شرمين عبيد چنائۍ په دوېم ځل آسکر ايوارډ ګټلو کښې بريالۍ شوېده ، دې نه وړاندې هغې په  زنانو د تيزاب ويشتو پرضد هم يو فلم جوړ کړې وو او په دې ئې آسکر ايوارډ هم پخپل نوم کړې وو