دپنجاب شخصي سکولونو ايسوسي ايشن او حکومت مزاکرات کامياب شوي

0
38
د پنجاب شخصي سکولونو ايسوسي ايشن او حکومت پنجاب ترمينځه مزاکرات کامياب شوي او د پنجاب سرکاري و شخصي سکولونه به د  صبا نه بيا د درس و تدريس عمل شروع کوي بلخوا پرائيويټ سکول ايسوسي ايشن يوے ډلي تاحال حکومتي فيصله منلو نه انکار کړے او وئيلي دي چي د مشومانو مور او پلار سيکورټي انديښنو له وجه د عدم تحفظ خکار دي
تفصيلاتو ترمخه  سيکورټي انديښنو په اړه د پرائيويټ سکول ايسوسي ايشن او حکومت پنجاب ترمينځه لاهور کښې مزاکرات شويدي، مزاکراتو کښې صوبائي وزير تعليم رانا مشهود د پنجاب حکومت لخوا سکولونو ته د وړکړے شوي  سيکورټي انتطاماتو په اړه تفصيل وړاندے کړو  او وے وئيل چي سکول انتظاميه دي حکومت سره مرسته وکړي
 هغه اوئيل چي امنيت ټينګ ساتلو لپاره  ايس او پيز او هدايت نامه جاري شويده او پکار ده چي پرائيويټ سکول ايسوسي ايشن په دے عمل در آمد يقيني کړي
بلخواد  پرائيويټ سکول ايسوسي ايشن يوئے  ډلي مشر کاشف مرزا پنجاب حکومت فيصله منلو نه انکار کړے او وئيلي چي په  کومو تعليمي ادارو مقدمې درج  کړے شوي هغه دي ختم کړې شي هغوي دا هم غوښتنه اوکړه چي  پنجاب حکومت دي سرکاري سکولونو سره  سره پرائيويټ سکولونو ته هم سيکورټي ورکړي
ياده دے وي چي پنجاب حکومت تيرے هفتي نه د سختې يخنې  اوسيکورټي انديښنو له وجې  سرکاري و شخصي سکولونه د يکم فروري پوري بند ساتلو اعلان کړے وو