دپيښور حيات اباد فيز سيون پيښې ايف ائي ار د نامعلومه ملزمانو په ضد درج کړے شويدے

0
9

دپيښور حيات اباد فيز سيون پيښې ايف ائي ار د نامعلومه ملزمانو په ضد درج کړے شويدے،ولي سي ټي ډي محکمي د مراسلي تر لاسه کيدو باوجود د ايف ائي ار کاپي نه ده جاري کړي،بلخوا پرائيويټ سکولز ريګوليټري اتهارټي د سيکورټي خدشات لوجي د سکولونو ته سيکورټي سخته ولو هدايات جاري کړيدي
تيره ورځ پيښور حيات اباد فيز سيون کښې پوليسو او ارمي ځوانانو د ترهګرو په ضد د اپريشن په وخت پنځه ترهګر وژلي وو، د دغه پيښي ايف ائي ار په باقاعده توګه د حيات اباد تاتاره تهانه کښې درج کړے شويدے، ددي ايف ائي ار په اړه مراسله د ترهګري مخنيوي محکمي ته ليګلے شويده
ولي په وړومبي ځل د ايف ائي ار رپورټ خفيه ساتلے شويدے او ميډيا ته نه دے ورکړے شوے
ايف ائي ار کښې د ترهګرۍ دفعات شامل کړے شويدي او دا چي ايف ائي ار د نامعلومه ملزمانو په ضد درج کړے شويدے
بلخوا د پرائيويټ سکولز ريګوليټري اتهارټي لخوا ټولو سکولونو ته د صوبے په کچ سرکلر جاري کړے شويدے چي د سيکيورټي خدشاتو لوجي د سکولونو سيکيورټي نوره هم سخته ولو هدايات جاري کړي شويدي