دپيښور سکيم چوک سره نزدي دوکان ړنګ کيدو پيښۀ کښې يو مزدور مړ شوي

د نوښار په خټ کلي کښې دکور چهت راپريوتو پيښه کښې دوه ماشومان په حق رسيدلي

د پيښور په کوهاټ روډ سکيم چوک سره نزدي دوکان ړنګ کيدو پيښۀ کښې يو مزدور مړ او دري ژوبل شويدي، ژوبل شوي کسان علاج لپاره هسپتال ته وړلے شويدي
د ريسکيو ون ون ټوټؤ ترجمان د وينا ترمخه د پيښور په کوهاټ روډ سکيم چوک سره نزدي مزدورانو د نوي بلډنګ جوړولو لپاره بنيادونو کنستل ، د بده مرغه د بنياد کنستلو په وخت د يو دوکان مکمل ودانئ ړنګ شويده،چي په نتيجه کښې ئي يو مزدور په حق رسيدلے دے او دري ژوبل شويدي
د ون ون ټو ټؤ د ترجمان وينا ده چي د مړ شوي تن نوم عنايت دے او د ژوبل کسانو کښې واحد ، رضوان، او صابر شاه شامل دي،
د ليډي ريډنګ هسپتال ترجمان وائي چي په پيښه کښې د ژوبل شوو کسانو حالت د خطري نه بهر دے،
دي نه علاوه ژوبل کسانو ته ابتدائي طبي امداد د ريسکيو ټيمونو په موقعه ورکړو او روستو ئي دغه ژوبل کسان د پيښور لوئي هسپتال ليډي ريډنګ ته رسولي دي