دپيښور ضلعى انتظاميې مرحله وارد کورونا وائرس نه متاثره سيمو نه دلاک ډاون ختمولو فيصله کړې

دپيښور ضلعى انتظاميې مرحله وارد کورونا وائرس نه متاثره سيمو نه دلاک ډاون ختمولو فيصله کړې

دپيښور ښار مختلفو سيمو کښې د کورونا وائرس کيسونو کښې مسلسل کمے روان دے او دپيښور ضلعى انتظاميې هم مرحله وار متاثره سيمو نه دلاک ډاون ختمولو فيصله کړې ده او نن بره تهکال کښې هم سمارټ لاک ډاون ختيږي
دپيښور ضلعى انتظاميې لخوا دپيښور بر تهکال مختلفو برخو کښې دسمارټ لاک ډاون ختمولو فيصله شوې ده دضلعى انتظاميې لخوا په جارى شوې اعلاميه کښې وئيلے شوى چې برتهکال کښې دکورونا وائرس کيسونو کښې ډير کمے راغلے دے او داچې تيره ورځ په شامى روډاو ټاون فور مختلفو برخو کښې دکورونا وائرس کيسونو کښې دکمى نه وروستو سمارټ لاک ډاون ختم کړے شوے دے
دپيښور ضلعى انتظاميې لخوا وئيلے شوى چې اوس هم دپيښور مختلفو اتۀ متاثره علاقو کښې سمارټ لاک ډاون قائم دے او ډير زر به دغه متاثره سيمو نه هم سمارټ لاک ډاون ختم کړے شى ځکه چې پيښور کښې دسمارټ لاک ډاون ګټورې نتيجې مخې ته راغلې دى