دپيښور ضلعي انتظاميه د ټماټرو دري ټرکونه په سرکاري تحويل کښې اخستې

دپيښور ضلعي انتظاميه د ټماټرو دري ټرکونه په سرکاري تحويل کښې اخستې

دپيښور ضلعي انتظاميه د انقلاب روډ سبزي منډي نه د ټماټرو دري ټرکونه په سرکاري تحويل کښې اخستې، تور ئي لګولې چي دغه ټرکونه د نرخونو زياتولو مقصد دپاره ودرول شوي وو،
ډپټي کمشنر پيښور محمد علي اصغر پخپله سحروختي په انقلاب روډ قائم سبزي منډي دوره اوکړه
ترجمان ضلعي انتظاميه وائي چي مصنوعي بولي لګولو په موقع شپږ کسان ګرفتار کړي شول او دغه شان د ټماټرو ډک دري ټرکونه هم په سرکاري تحويل کښې واخستل شول کوم چي د منډئ نه بهر نرخونه زياتولو مقصد دپاره ودرول شوي وو،
ترجمان زياتوي چي ډپټي کمشنر پخپله د بولئ نګراني اوکړه او بيا ئي سرکاري نرخنامه هم جاري کړه
په دي موقعه ډپټي کمشنر اووئيل چي د مصنوعي بولي لګونکي او ګرانفروشو خلاف به سخته کاروائي کيږي