دپښتونخوا کابيني غونډه کښې به نن په پنځلس نکاتي ايجنډا غورکولي شي

دپښتونخوا کابيني غونډه کښې به نن په پنځلس نکاتي ايجنډا غورکولي شي

دپښتونخوا کابيني غونډه به نن ماسپخين کيږي چي پکښې به د اپر کوهستان ټريفکي پيښي متاثرينو لپاره د امداد منظوري او ليويز او خاصه دار فورس لپاره د قوانينو منظوري ورکولو ترڅنګ په پنځلس نکاتي ايجنډا غورکولي شي
د انتظامي امورو محکمي له لوري جاري شوي اعلاميه کښې وئيلي شوي چي د وزيراعلي محمود خان په مشرئ کښې کيدونکي کابيني غونډه کښې به په پنځلس نکاتي ايجنډا بحث کيږي،
نني غونډه کښې به د اپر کوهستان کنديا سيمه کښې رامخې ته شوي ټريفکي حادثه کښې په حق رسيدلي او ژوبل کسانو لپاره د امدادي پيکج منظوري ورکولي کيږي
دغه شان د قبائيلي سيمو ليويز او خاصه دار فورس لپاره د مرتب کردي قوانينو هم منظوري ورکولي شي دي سره سره به د خصوصي پوليس افسرانو مستقلي ايکټ متعلق هم بحث کيږي