دچارسدې په هري چند بازار کښې د سلنډرو دکان کښې چاودنې نه شپږ دکانونه متاثره شوي

د پيښور په هزارخواني مارکيټ کښې د سلنډر دهماکه کښې پنځه تنان زخميان شوي

د چارسدې په هري چند بازار کښې د سلنډرو دکان کښې چاودنه شوې چې ترې نه شپږ دکانونه متاثره شوي دي ولې ځاني زيان نه دے شوے
د چارسدے په هري چند بازار کښي سلنډرو په دکان کښې د ګيس سلنډر چاودنه شوېده ، د ګيس سلنډر چاودنې نه پس دکان کښې اور هم لګيدلے وو چې ترې شپږ دکانونه متاثره شوي
ذرائع وائي چې مقامي خلقو او دکاندارانو په خپله اور قاموبو موندلے ، فائر بريګيد او ريسکيو ټيمونه نه وو ورغلي
اور له وجې دکاندارانو ته لکونو روپو زيان رسيدلے دے ، دکانداران غوښتنه کوي چې حکومت دې ورسره مدد اوکړي