دچارسدے درې وروڼو قتل کښې ککړ ملزم پوليسو د ملائشيا نه پاکستان ته منتقل کړے

د لوئرديرګوسم واقعې مرکزي ملزم سراج نيولے شوے

د چارسدے عمرزو سيمه کښې د درې وروڼو قتل معامله کښې اهم پرمختګ شوي،پوليسو دې پيښه کښې ککړ مرکزي ملزم نادر خان د ملائشيا کوالامپور ښار نه پاکستان ته منتقل کړېدے،
آئي جي پوليس ډاکټر نعيم خان،ډي آئي جي مردان محمدعلي او د چارسدې ډي پي او عرفان الله خان د کوششونو په نتيجه کښې د عمرزو قتل کيس مرکزي ملزم پاکستان ته منتقل کړي شوو،
د چارسدې پوليسو ټيم ملزم نادر خان د ملائشيا د کوالامپور ښار نه واپس پاکستان ته راوستلي شويدے ،
ياده دي وې چې د مئې مياشتې په اويشتمه نيټه د چارسدې عمرزو سيمه کښې د زمکے په معامله درې سکه وروڼه قتل کړي شوي وو او د مقتولينو لواحقينو د قتل دعوي په نادر خان،ناصرجمال او پيرمحمد باندې کړي وه
دې معامله کښې پوليسو دوه نامزد ملزمان ګرفتار کړي وو ولې مرکري ملزم نادر خان کوالامپور ته تښتيدلي وو