دچاکليټي هيرو وحيد مراد پينځه ديرشمه کليزه نن نمانځلے کيږي

0
14
دچاکليټي هيرو وحيد مراد پينځه ديرشمه کليزه نن نمانځلے کيږي

دچاکليټي هيرو وحيد مراد پينځه ديرشمه کليزه نن نمانځلے کيږي،رومانټيک هيرو وحيد مراد د خپل فني صلاحيتونو په بنياد ډيرے مودے پورے په پاکستاني فلم انډسټري او د خلکو په زړونو حکومت کړے وو
وحيد مراد په دويم اکتوبر کال نورلس سوه اته ديرش کښي کراچۍ کښي زيږيدلے وو،هغه د فلم ،،اولاد،، نه د خپل فني سفر آغاز کړے وو،په دغه فلم کښي هغه د سپورټنګ اداکار رول ادا کړے وو
وحيد مراد ،،هيرا اور پتهر،، فلم کښي وړمبي ځل د هيرو کردار ادا کړے وو او د هغه د زبردستې اداکارۍ له وجي نه يواځے فلم کامياب شو بلکه نګار ايوارډ ئي هم اوګټلو
چاکليټي هيرو د ارمان،کنيز،افسانه،بهن بهائي ، جاګ اټها انسان ،عندليب،ماهي او افسانه پشمول يوسل اوويشت فلمونو کښي د خپلۍ اداکارۍ صلاحيتونه ښودلے وو
وحيد مراد په درويشتم نومبر کال نورلس سوه دري اتيا کښي د نړئي نه سترګے پټے کړے ،وحيد مراد په خپل ژوند او مرګ نه پس ګنړ شمير ايوارډونه په خپل نوم کړے دي،هغه ته کال دوه زره دوه کښي لائف ټائم ليجنډ ايوارډ،او کال دوه زره لس کښي ستاره امتياز ورکړے شو