اليکشن کمېشن کراچۍ دوه سوه نهه ويشت او دحيدرآباد يو سل پنځه پنځوس يونين کونسلو حتمي نتيجے جاري کړي کراچۍ کښې پيپلزپارټۍ يو نوي سيټونو سره په اول پوزيشن راغلې ، جماعت اسلامي په دويم پوزيشن اوپي ټي آئي په دريم پوزيشن راغلې ده
اليکشن کمېشن دکراچۍ دوه سوه نهه ويشت يونين کونسلز حتمي نتيجے جاري کړيدي چې ترمخۀ ېي پيپلزپارټۍ يو نوي سيټونو سره په اول پوزيشن راغلې ده ددے سره سره جماعت اسلامي پنڅه اتياسيټونو سره په دويم پوزيشن او پي ټي آئي دوه څلوېښت سيټونو سره په دريم پوزيشن باندې راغلي ده
اليکشن کمېشن ترمخۀ مسلم ليګ نوازډلې اوه سيټونه ترلاسه کړي هم دغه رنګ دوه سيټه دجے يو آئي په برخه کښې راغلي ددے نه علاوه په يوسيټ باندې آزاد اميدوار او په يو سيټ باندي ټي ايل پي اميدوار کامياب شويدے
ددے سره سره شپږ يونين کونسلز داسې دے چې دهغې فيصله به اليکشن کميشن روستو کوي
چې کښې دضلع شرقي يو او ضلع غربي پنځه يونين کونسلز شامله دي
اليکشن کميشن داهم ويلي چې يولس يونين کونسلز کښې داميدوارانو دمرګ په وجه اليکشن نه دے شوې کوم چې روستو به کولې کيږي
ہم دغہ رنگ حیدرآباد یوسل پنځه پنځوس يونين کونسلز کښي پيپلزپارټۍ پنځه نوي سيټونو سره په اول پوزيشن ده او پي ټي آئي څلوېښت سيټونو سره په دويم پوزيشن باندې راغلې
د دے ترڅنګ پنځلس آزاد اميدواران او په دوؤ سيټونو باندې ټي ايل پي اميدواران کامياب شوي