دکرونا وائرس پيش نظر پاک چين بارډر خنجراب پاس پرانستو فيصله اوځنډولې شوه

دکرونا وائرس پيش نظر پاک چين بارډر خنجراب پاس پرانستو فيصله اوځنډولې شوه

د کرونا وائرس خطرے پيش نظر پاک چين بارډر خنجراب پاس په عارضي توګه پرانستو فيصله اوځنډولې شوه، ترجمان ګلګت بلتستان حکومت وائي چي کرونا وائرس يو خطرناک وائرس دے او دا وخت د ډير زيات احتياط ضرورت دے
د کرونا وائرس نه بچکيدو لپاره پاکستان حکومت هم احتياطي تدابير خپل کړيدي، پاک چين بارډر خنجراب پاس بند کړے شويدي او ټول آئيرپورټس باندي سيکرينګ ټيسټ کاونټرز هم لګولې شويدي،
د ګلګت بلتستان حکومت ترجمان فيض الله فراق وائي چي د خنجراب پاس په عارضي توګه پرانستو فيصله شوي وه ولي اوس د خطرے پيش نظر دغه فيصله بيا اوځنډولې شوه،
ترجمان فيض الله وائي چي کرونا وائرس يو موذي مرض دے ، او په دي صورت کښې د ډير زيات احتياط ضرورت دے