دکوهاټ محمد رياض شهيد تهانړې کښې يوګرفتارتن مبينه خود کشي وروستوورثاؤ احتجاج کړې

جنوبي وزيرستان کښې بند سکولونو کهلاوهلو لپاره احتجاجي مظاهره شويده

دکوهاټ محمد رياض شهيد تهانړې کښې يوګرفتارتن محمد عاصم مبينه خود کشي پيښې وروستودهغه ورثاؤ پوليسو په ضد احتجاج کړې دې اوالزام ئي لګولې دې چې پوليسوهغه په تهانړې کښې دننه وژلې دې.
د مقتول ورثاؤ مړې کوهاټ کچهري چوک کښې د سړک په مينځ کيښودلې وو او د پوليس په ضد ئي نعري بازي کوالې.
د مقتول پلار مظاهرچيانو ته اووئيل چي محمد عاصم په تهانړي کښې خودکشي نه دې کړې هغوې الزام ولګولو چې پوليسو هغه زوئي په خپله وژلې دې
هغوي آئي جي پي خيبر پختونخواه او صوبائي حکومت نه غوښتنه کړې دې چې د پيښې انکوائيري دې اوکړې شي او تهانړي کښې د ايس ايچ او بشمول د نورو اهلکارو په ضد دي مقدمه درج کړې شي.
بلخواه پوليسو وينا ده چې محمد عاصم پوليسو يو دغله په کيس کښې د شک په بنياد ګرفتاره کړې وو. او تهانړي کښې د تفتيش په وخت هغه د خپلې تمانچې سره په ځان ډز وکړو. پوليس وائي چي محمد عاصم په زخمي حالت کښي هسپتال ته منتقل کړو ولې هغه په هسپتال کښي ساه ورکړه.