دکوټې کان کې په حق رسيدلي اووه مزدورانو مړي افغانستان حکومت ته حواله کړي شوي

دکوټې کان کې په حق رسيدلي اووه مزدورانو مړي افغانستان حکومت ته حواله کړي شوي
Pic15-059 QUETTA: Jul15- Rescue personnel are busy in an operation to recover 11 miners, who have been trapped in a coal mine in Quetta district’s Degari area for over 20 hours, is still underway without success .The miners were trapped on Sunday when poisonous gas accumulated in the mine that is thousands of feet deep. ONLINE PHOTO

د کوټې ډګاري کان کې په حق رسيدليو نهه مزدورانو کې يي اووه مزدوران د چمن بارډر باندي د افغانستان حکومت ته حواله کړي دي. تيره ورځ د کوټي ډګاري سيمه کې د زهرجن ګيس له کبله نهه افغان مزدوران په حق رسيدلي وو.
د کوټي ډګاري سيمه کې له دوو ورځو څخه د کوئلے په کان کې نښتي مزدورانو ريسکيو کولو اپريشن تيره ورځ پائ ته ورسيدئ، په کان کې نښتي مزدورانو کې شپژ تر ريسکيو کولو مخکښې مړه شوي وو او درې مزدوران له ريسکيو کولو ورسته د علاج پر وخت په حق رسيدلي، او د يو مزدور علاج د کوټي په سول هسپتال کې روان دي. پيښه کې په حق رسيدلو مزدورانو تعلق د افغانستان ميدان وردګ سيمې سره دي، کم چي تير ماښام پاک افغان پارډر چمن باندي پاکستاني حکامو د افغانستان حواله کړي دي. وزيراعلي بلوچستان جام کمال د پيښي رپورټ طلب کړي دي او ويلي دي چي پلټني دي وشي. ياده دي وي د بلوچستان کوئلے په کانو کې زياتره خلګ د سوات، شانګلے دير او افغانستان خلګ کار کوي