دګرمۍ راتلوسره دبلوچستان ګنړشمير سيمود بجلۍ د بحران سلسله روانه ده

دمردان په تحصيل تخت بهائي کښې د بجلۍ ناروالوډشيډنګ جاري دے

دګرمۍ راتلوسره د کوئټي په شمول د بلوچستان ګنړشمير سيمود بجلۍ د بحران سلسله روانه ده چي له کبله يے د بجلې لوډشيډنګ سيوا شوی دی
د بجلي د بحران له کبله د دمکران ډويژن درے ضلعے ګوادر ، پنجګور او کيچ سختي متاثره شوي دي ، يادو شووضلعو کښې د دولس ګهنټو نه تر اتلس ګهنټوپوري د لوډشيډنګ سلسله روان وي ،
د کيسکو حکامو په وينا چي د پاکستان د ايران سره د مکران ډويژن لپاره د سل ميګاواټ بجلۍ معاهده شوے ده خو د ايران د ا وخت مکران ته څلوېښټ ميګاوټ بجلي ورکوي او د غرمے نه تر ماښام هم د بجلي فراهمي نه وي
د کيسکو حکامو په وينا چي د ګرمۍ په دے موسم کښې مکران ډويژن ته د يوسل پينځوس ميګاواټ بجلۍ ضرورت وي
مکران ډويژن علاوه د کوئټي په شمول پشين ، چمن زيارت او داسي نوري ضلعو کښې د بجلۍ لوډشيډنګ سيوا شوی دی ، په يادو ضلعو کښي د شپاړس ګهنټو نه تر اتلس ګهنټو پوري د لوډشيډنګ سلسله روانه وه چي له کبله يے کاروبار او زمينداران سخت متاثره شوي دي